ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالسلام حنفي: د کابل–بګرام پر سړک د برقي بسونو لپاره دوه ځانګړې لارې جوړېږي

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د نوي کابل ښار پروژه اساسي او مهمه بللې او ویلي یې دي، چې دا پروژه به د ښاري پرمختګ لپاره مهم بدلونونه رامنځته کړي.

د اميد راډيو خبريال د «نوي کابل ښار پروژې اړوند د کابل‌ــ‌بګرام سړک د عملي چارو د پيل پرانېست‌غونډه» کې د ښاغلي حنفي په حواله ويلي، د نوي کابل ښار ماسټر پلان د اسلامي امارت مشرتابه له لوري منظور شوی او پر دې سړک کې د برقي بسونو لپاره دوه ځانګړې لارې، د عادي بسونو لپاره دوه لاینونه، د کوچنیو موټرو لپاره څلور لاینونه، پلي لارې، ویالې او نورې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

د ښاغلي حنفي په وینا، په تېر وخت کې د ماسټر پلان خلاف جوړو شويو ودانیو کې د ژوند اسانتیاوو ته پام‌لرنه نه وه شوې، خو په نويو پروژو کې به دا ستونزې حل شي او د نوي کال له پیلېدو سره به د نوي کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د رغونې او ابادۍ چارې پيل شي. مولوي حنفي پر ملي یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ټول افغانان باید له تعصب لرې او هېواد د ټولو ګډ کور وګڼي.

اړوند خبرونه