ټاکل شوې، په څو شېبو کې په کابل ښار کې د افغانستان د ودانیزو چارو، رغونې او بیا رغونې او صنعت درېیم نړیوال نندارتون او کنفرانس پرانېستل شي، چې پکې به د کورنیو او بهرنیو شرکتونو او پانګهوالو استازي ګډون وکړي.
د مسوولینو په وینا، د دغه نندارتون موخه د ودانیزو چارو، صنعت، رغونې او بیا رغونې په برخو کې د پانګونې د فرصتونو پېژندل، د تجربو تبادله او د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده. دا نندارتون داسې مهال ترسره کېږي، چې د هېواد د اقتصادي ودې او بیارغونې په برخه کې د کورنیو او نړیوالو همکاریو پر پراختیا ټینګار کېږي.

