ډېر لوستل شوي

د بندیزونو د څار ماموریت غځېدو ته د ا.ا غبرګون؛ د بندیزونو غځول ناکام سیاست دی!

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبیح‌الله مجاهد پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت غځېدو غبرګون کې ویلي، چې د بندیزونو غځول یو ناکام سیاست دی او پر داسې تګلارو بايد بیاکتنه وشي، تر څو د مثبت او رغنده تعامل زمینه چمتو شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغې ډلې ماموریت چې پر افغانستان د دې شورا د بندیزونو څارنه کوي، د یو بل کال لپاره هم غځولی دی.
د اسلامي امارت وياند ذبیح‌الله مجاهد د امنیت شورا د دغه اقدام په غبرګون کې رسنيو ته ویلي، لکه څنګه چې د بندیزونو لګولو کومه ګټه نه لرله او یوه بې‌پایلې موضوع وه، غځول يې هم د هماغې ناکامې تجربې تکرار دی چې د هېڅ لوري پکې ګټه نشته.
ښاغلي مجاهد وړاندې ویلي: «بندیزونه د یوه ملت حق تر پښو لاندې کوي او هېواد ته زیان رسوي. په عموم کې هېڅ لوري ته ګټه نه لري، آن تر دې چې بندیزلګوونکي هم دغو بندیز ته کوم موجه دليل او منطق نه لري. له بده مرغه دا هماغه پخوانۍ ناکامې تګلارې دي چې لا هم دوام لري. باید پر دې سیاستونو له سره کتنه وشي او داسې لارې چارې غوره شي چې مثبتې او ښې پایلې ولري، د ملتونو حقونه تر پښو لاندې نه شي او مثبت او رغنده تعامل رامنځته شي.»
مجاهد په پای کې وویل: «له بده مرغه، ملګري ملتونه په دې برخه کې یا دا چې خپله د داسې پرېکړو واک نه لري او یا هم هغه کړۍ چې له افغانستان سره مثبت تعامل نه غواړي، هلته ډېر اغېز لري.»
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت هم د افغانستان لپاره د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت غځولو په غبرګون کې ویلي: افغانستان کې شته څرګند پرمختګونه، واقعیتونه او حقیقتونه چې موږ یې لرو، له هغو بندیزونو سره ورته نه دي چې په بحراني حالاتو کې وضع شوي وو او تراوسه دوام لري. ښاغلي فطرت زیاته کړې، د بندیزونو لګولو نه تر دې وړاندې کومه نتیجه ورکړې او نه به وروسته د چا په ګټه وي او د دغسې ناکامو حربو او تجربو بیا بیا کارول منطقي نه دي
بلخوا، په ملګرو ملتونو کې د چین استازي فو څونګ ویلي، چې د لومړي ګام په توګه، باید د افغانستان د حکومت اړوند چارواکو ته د سفر له بندیزه دایمي معافیت بېرته ورکړل شي، تر څو د هغوی نړیوال تعاملات او اړیکې اسانه شي. چین له امنیت شورا څخه غوښتي، چې يادې مسئلې ته پاملرنه وکړي او د ۱۹۸۸م پرېکړه ليک د بندیزونو میکانېزم په اړه بياکتنه او سيسټماټيک تعدیل ترسره کړي.
په ورته وخت کې په دې تړاو افغان حکومت د چین او روسیې دریځ ستایلی او زیاته کړې یې ده: افغانستان په دغسې حالت کې همکارۍ ته اړتیا لري، نه دا چې هره ورځ تحریمونه وضع او یا تمدید شي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې پر خپلو دغو پالیسیو دې یو ځل بیاکتنه وکړي او له افغانستان سره دې رغنده تعامل غوره کړي.

اړوند خبرونه