ډېر لوستل شوي

د بنګله‌دېش ټولټاکنې؛ ملي‌پاله ګوند د حکومت جوړونې په درشل کې

د بنګله‌دېش ملي‌پاله ګوند (بي‌اېن‌پي) اعلان کړی، چې د دې هېواد په پارلماني ټاکنو کې یې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې او ژر به د نوي حکومت پر جوړونې لاس پورې کړي.

 د طارق الرحمان په مشرۍ ملي‌پاله ګوند د شیخ حسینې حکومت له ړنګېدو وروسته په لومړنیو ټاکنو کې د پارلمان دوه پر درې برخه څوکۍ ګټلې دي.

طارق الرحمان د بنګله‌دېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې خالده ضیاء زوی دی، چې تر ۱۷ کلنې جلاوطنۍ وروسته په تېرې ډسمبر میاشت کې له برېتانیا څخه خپل هېواد ته ورستون شو.

د هند او پاکستان د لومړنیو وزیرانو په ګډون یو شمېر هېوادونو نوموړي ته د بریا مبارکي ویلې. که څه هم د بنګله‌دېش ټاکنو کمېسیون تر دې دمه وروستۍ پایلې نه‌دي اعلان کړې؛ خو ځینو سیمه‌ییزو رسنیو هم د یاد ګوند د بریا راپور ورکړی دی.

اړوند خبرونه