د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې (ACCI) د افغان سوداګرو او د روسیې فدراسیون د داغستان د سوداګریز پلاوي ترمنځ د سوداګریزې شبکې غونډه جوړه کړې.
يادې خونې پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، په دې ناسته کې د ټرانسپورټ او خوراکي توکو په برخه کې د څه باندې ۱.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پنځه هوکړهلیکونه لاسلیک شوي، چې موخه یې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا ده. یادې خونې همداراز ویلي، د دې تر څنګ یاد پلاوي کابل کې د افغانستان د ودانیزو چارو، رغونې او بیارغونې صنعت درېیم نړېوال نندارتون کې هم ګډون کړی او د هېواد د ودانیز سکټور د نوښت، پانګونې او دايمي ودې ملاتړ یې څرګند کړی دی.

