ډېر لوستل شوي

د امریکا او ایران د خبرو دويم پړاو په جینوا کې کېږي

رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو دويم پړاو د سویس په جینوا ښار کې کېږي، چې پکې به دواړه لوري پر مهمو سیاسي مسایلو خبرې وکړي.

د راپور له مخې، د امريکا له لوري به د سټيو ويټکاف او جرد کوشنر په ګډون يو پلاوی د سه‌شنبې په سهار د ايران له چارواکو سره وګوري.

د دواړو هېوادونو د مذاکراتو لومړی پړاو په عمان کې ترسره شوی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د لومړیو خبرو تر پای وروسته ویلي و، چې خبرې «اوږدې او ژورې» وې. بل پلو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که هوکړې ته ونه رسېږي، نو د ایران لپاره به «بدې پایلې» رامنځته شي.

اړوند خبرونه