ډېر لوستل شوي

د معیار او کیفیت ادارې نږدې ۵۰ ټنه کم‌کیفیته سمنټ مسترد کړي

د معیار او کیفیت اداره وایي چې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب په موخه حیرتان بندر کې ۴۸ ټنه کم‌کیفیته سمنټ بېرته ګرځول شوي دي. 

د دې د خبرپاڼې له مخې چې د سمنټو دا دوې محمولې د کیفیت تثبیت او کنټرول پروسې پرمهال تخنیکي ارزول شوي او د اړینو معیارونو د نه پوره کولو له امله مسترد شوې دي.

سرچینې لیکلي، د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په شفافه، منظمه او پرېکنده توګه روانه ده او د بې‌کیفیته، ناڅرګندو او د خلکو روغتیا ته د زیان رسوونکو توکو د واردولو په وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي. یادې ادارې همداراز له ټولو سوداګرو او واردوونکو غوښتي چې هېواد ته د توکو له واردولو وړاندې کورنیو معیارونو ته جدي پاملرنه وکړي او د یو سالم او باکیفیته بازار په رامنځته کولو کې له دې ادارې سره همکاري وکړي.

اړوند خبرونه