ډېر لوستل شوي

هرات کې د سمنټو تولید کارخونې عملي چارې پیل شوې دي 

د هرات مسوولین وایي، د یاد ولایت سمنټو تولید کارخونې جوړولو چارې پیل او په راتلونکو ۱۴ میاشتو کې به بشپړې شي.

د دغه ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې د ګلبهار حبیبي په مشرۍ د ګلبهار شرکتونو ګروپ مسوولینو او د یادې پروژې انجینرانو د دغه ولایت له والي «شیخ مولانا اسلام‌جار» سره په کتنه کې د یادې پروژې د عملي چارو د رسمي پیل راپور وړاندې کړی دی. 

سرچینې لیکلي چې د هرات والي دا د هېواد په کچه ملي پروژه بللې او په ټاکلي وخت یې د چارو پر بشپړېدو ټینګار کړی دی. 

د خبرپاڼې له چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به یاده کارخونه هره ورځ درې زره ټنه سمنټ تولید او شاوخوا ۶۰ سلنه کورنۍ اړتیا به پوره کړي.

اړوند خبرونه