ډېر لوستل شوي

د رييس‌الوزرا اداري مرستيال: که ملت متحد پاتې شي، اسلامي نظام به هېڅکله کمزوری نه شي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته په افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ شوی، د ملي دفاع‌ــ‌کورنیو چارو وزارتونه او استخباراتي ځواکونه منظم شوي او د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق یې په بشپړه توګه کنټرول کړی.

ښاغلي حنفي د سلواغې ۲۶مې په وياړ جوړو شويو مراسمو کې زیاته کړې، چې د تېرو څلورو کلونو په لړ کې پنځه میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي او د اسلامي امارت له خوا ورته نغدي مرستې، روغتیايي خدمتونه او د اوسېدو ځايونه ورکړل شوي دي. د رييس‌الوزرا اداري مرستيال ټینګار کړی، چې د افغانانو یووالی او اتحاد د اسلامي نظام د دوام تضمین کوي او که ملت متحد پاتې شي، اسلامي نظام به هېڅکله کمزوری نه شي.

اړوند خبرونه