ډېر لوستل شوي

د ملي دفاع وزير: افغانان بايد د انتقام پر ځای د سولې او ملي يووالي لپاره هڅې وکړي

د ملي دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د سلواغې ۲۶مې مراسمو کې ويلي، چې د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانانو د مبارزې قربانۍ پایله دا شوه، چې اوس خپلواک نظام لرو.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې افغانان باید د راتلونکې په فکر کې واوسي، د انتقام پر ځای د سولې او ملي یووالي لپاره هڅې وکړي، او داسې تاریخ پریږدي چې راتلونکي نسل ته پیغور ونه‌ اوسي.

د ملي دفاع وزير له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې له دفاعي ځواکونو سره پوره همکاري وکړي، ځکه د ملي امنیت ساتنه د خلکو په بشپړ ملاتړ ولاړه ده.

وزير همداراز ګاونډیو، د سیمې او لرې پرتو هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان د دوی لپاره خطر نه دی، بده اراده نه لري او هېڅوک اجازه نه‌لري چې د افغانستان خاوره د بل چا پر وړاندې وکارول شي. ملا محمد یعقوب مجاهد ټینګار کړی، اسلامي امارت توانیدلی چې له بهرنيو مرستو پرته هېواد کې سراسري امنیت ټینګ کړي او د ټولو هېوادونو سره په متقابل احترام او تعامل ولاړې اړیکې غواړي.

اړوند خبرونه