ډېر لوستل شوي

اقتصاد وزير: په هېواد کې له اقتصاد پیاوړتیا، تولید او پانګونې ملاتړ شوی

د اقتصاد وزير قاري دین محمد حنیف ویلي، که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې هېواد د کډوالو د رارسېدو، اقلیمي بدلونونو او نړیوالو اقتصادي بندیزونو په څېر ګڼو ستونزو سره مخ و، خو د وزارت له لوري اقتصادي او پرمختیایي برنامې پر مخ وړل شوې دي.

د اميد راډيو خبريال د اقتصاد وزارت له لوري «پراختیايي پروګرامونو لپاره مهمه ناسته» کې د ښاغلي حنيف په حواله ويلي، په هېواد کې د اقتصادي تقویت، د افغان تولیداتو ملاتړ، د پانګوالو هڅونه، د خصوصي سکتور ملاتړ او د پولي خدمتونو ثبات ساتل شوی دی.

د وزير په وينا، د نړیوالو له لوري یو میلیارد او نهه میلیون افغانۍ مرستې بېلابېلو برخو کې کارول شوې، او د اقتصاد وزارت د بشري مرستو لپاره شفافه او اغيزمنه پالیسي لري.

قاري دین محمد حنیف د ملګرو ملتونو له دفترونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د ۲۰۲۶ کال پراختیایي ستراتېژیو کې د کرنې، مالدارۍ، صحت، پوهې، مخابراتو، ټرانسپورټ، صنعتي او ملي او نړیوالو اقتصادي اړیکو برخو ته ځانګړې پام‌لرنه وکړي.

د اقتصاد وزير دغه راز ټینګار کړی، چې افغانانو د معیشت او اقتصادي پرمختګ لپاره بشري مرستې باید سیاسي نه شي.

اړوند خبرونه