ډېر لوستل شوي

امريکا کې مرګونی پېښه؛ شپږ تنو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې

د امريکا د رودايلنډ ايالت په پاوتاکت ښار کې د «هاکي» سياليو پرمهال د ډزو بريد شوی، چې له امله د بريدګر په ګډون درې تنه پکې وژل شوي او درې نور سخت ټپيان دي.

اسوشېټيډ پرېس د امریکا د پولیسو له قوله راپور ورکړی، چې دا پېښه د «ډېنیس اېم. لینچ» په ورزشي لوبغالي کې شوې ده.

د پاوتاکت د پولیسو مشرې ټینا ګونکالوس خبریالانو ته ویلي، شکمن کس تر ډزو وروسته ځان وژنه کړې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د هغې په وینا، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو د ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی. د ويلو ده، شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په همدې ايالت کې يوه کس په وسله‌وال بريد کې دوه تنه وژلي او نهه نور يې ټپيان کړي وو.

اړوند خبرونه