ډېر لوستل شوي

د ملګرو ملتونو استازي له افغان دولت سره د همغږۍ د پیاوړتیا هڅې مثبتې بللې

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي مرستیال اندریکا راتواتا ویلي، افغانستان ته شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوال راستانه شوي، چې دا یو لوی شمېر دی او د کډوالو د چارو د ښه مدیریت لپاره یې د افغان حکومت هڅې ستایلې دي.

د اميد راډيو خبريال د اقتصاد وزارت له لوري «پراختیايي پروګرامونو لپاره مهمه ناسته» کې د نوموړي له قوله ويلي، د تغذیې، پوهنې، معیشت، کرنې، اقلیمي بدلون او د کډوالو لپاره د استوګن‌ځایونو برابرولو په برخو کې مهمې کړنې ترسره شوې دي.

اندریکا راتواتا همداراز له افغان دولت سره د همغږۍ د پیاوړتیا هڅې مثبتې بللې دي.

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د پراختیايي پروګرامونو لپاره شاوخوا ۱.۲ میلیارده ډالر او ۹۰۰ میلیونه ډالر بشري مرستې برابرې شوې، خو د ۲۰۲۵ کال وروستي ارقام لا نه دي وروستي شوي.

راتواتا د ټرانزيټي لارو د بندېدو ستونزې ته په اشارې ويلي، د لارو بندښت نه یوازې د مرستو پر لېږد، بلکې پر سوداګرۍ هم اغېز کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي مرستیال زیاته کړې، چې له پاکستاني چارواکو سره یې د لارو د پرانېستو موضوع شریکه کړې او له دواړو لورو یې غوښتي، چې د روژې میاشتې په مناسبت د تګ‌ــ‌راتګ لارې پرانیزي.

اړوند خبرونه