امريکا په منځني ختيځ کې د خپلو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو بهير چټکوي او د کب مياشتې تر ۲۵ مې نېټې پورې به په ټاکلو ځايونو کې بشپړ ځواکونه ځای پر ځای شي.
رويټرز د يو لوړپوړي امريکايي چارواکي په حواله ويلي، دا پرېکړه په سپينه ماڼۍ کې د لوړپوړو امنيتي چارواکو د غونډې پر مهال شوې ده.
راپور زياتوي، چې د ايران او امريکا تر منځ د تاوتريخوالي د کمولو لپاره ډيپلوماټيکې هڅې هم روانې دي.
دا بحثونه د هغو طرحو په تړاو دي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندې کړي او هدف یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي شخړې مخنیوی بلل شوی. په همدې لړ کې ټاکل شوې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روانې میاشتې په پای کې اسراییل ته سفر وکړي او هلته به د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ایران او سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي.

