ډېر لوستل شوي

“برېټانیا تر اوسه امریکا ته د «دیګو ګارسیا» له اډې پر ایران د برید اجازه نه ده ورکړې”

برېټانوي رسنیو راپور ورکړی چې دې هېواد تر اوسه امریکا ته د «دیګو ګارسیا» له هوايي اډې پر ایران د پوځي برید اجازه نه ده ورکړې.

برېټانیا پر ایران د امریکا احتمالي برید د نړیوالو قوانینو خلاف بللی او له همدې امله یې تر اوسه د دغې اډې د کارولو اجازه نه ده ورکړې.

د راپور له مخې، «دیګو ګارسیا» د هند په سمندر کې د برېټانیا او امريکا متحده ايالتونو ګډه هوايي اډه ده، چې امریکا غواړي په منځني ختیځ کې د احتمالي بریدونو لپاره ترې کار واخلي، خو د دې اقدام لپاره د برېټانیا هوکړه هم ضروري بلل کېږي. برېټانوي رسنيو دا راپور په داسې مهال ورکړی، چې تېره ورځ «سي‌اېن‌اېن» هم راپور ورکړی و، چې امریکایي ځواکونه چمتو دي څو د روانې اوونۍ تر پایه پر ایران احتمالي برید ترسره کړي.

اړوند خبرونه