د برېټانیا د پاچا ورور شهزاده انډرو مونټباټن-وېنډزور د پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته بېرته له توقیفه ازاد شوی دی.
د راپورونو له مخې، نوموړی د پنجشنبې سهار شاوخوا اته بجې نیول شوی و او د همدې ورځې ماخوستن مهال تر لومړنیو څېړنو وروسته خوشې کړی شوی دی.
شهزاده انډرو د برېټانیا پخوانی سوداګریز استازی هم پاتې شوی، تورن دی چې د رسمي دندې پر مهال یې احتمالي سرغړونې کړې دي. شهزاده انډرو د ده پر وړاندې د هر ډول سرغړونې تورونه رد کړي دي

