د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال او استوګن همغږي کوونکي اندریکا رټواټې سره د مخهښې لیدنه کړې ده.
ياد وزارت د عامه اړيکو او د مطبوعاتو رييس حافظ ضياء احمد تکل په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په دې ناسته کې د یوناما د مرستندویه ماموریت سرپرستې او د سیاسي څانګې مشرې جورجټ ګانیون او ورسره مل پلاوي هم ګډون درلود، دواړو لوریو د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ادارو ترمنځ د تعامل او همغږۍ په تړاو خبرې کړې.
د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د یوناما د بشري امورو د همغږي کوونکي په توګه د اندریکا رټواټې د رول ستاینه کړې او په راتلونکي مأموریت کې یې ورته د بریا هیله څرګنده کړې ده.
اندریکا رټواټې هم د خپل مأموریت پر مهال د بهرنیو چارو وزارت له همکاریو مننه کړې او په افغانستان کې یې خپل مأموریت له ښو تجربو او خاطرو ډک بللی دی.

