د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، چې د ونزويلا ۵۰ ميليونه بېرله تېل د ټېکساس ایالت هيوسټن بندر ته روان دي.
ټرمپ په صنعت کې له ونزويلا سره د امریکا مرستو ته په اشارې ويلي، دا مهال د تېلو دغه اندازه په لویو بېړیو کې هيوسټن ته لېږدول کېږي.
نوموړي تر دې وړاندې ویلي وو، چې په ونزويلا کې لنډمهاله چارواکي به له ۳۰ تر ۵۰ ميليونه بېرله پورې لوړ کیفیت لرونکي هغه تېل امریکا ته وسپاري چې بندیزونه پرې لګېدلي دي.
هغه په ټروت خواله رسنۍ لیکلي وو، چې دغه تېل به د بازار په بیه وپلورل شي او عواید به یې د امریکا د ولسمشر په توګه د ده تر کنټرول لاندې وساتل شي، څو د ده په وینا د ونزويلا او امریکا د خلکو په ګټه وکارول شي. ټرمپ زیاته کړې وه، چې له کرېس رایټ څخه یې غوښتي، څو دا طرحه ژر تر ژره عملي کړي او یاد تېل به د زېرمهکوونکو بېړیو له لارې د امریکا د تخلیې بندرونو ته ولېږدول شي.

