ډېر لوستل شوي

د امريکا او ايران د احتمالي جګړې په تړاو ناندرۍ؛ “امريکا د ایراني مشرانو په نښه کولو نېت لري”

رویټرز خبري اژانس د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د ایران پر وړاندې د امریکا پوځي پلان جوړونه پرمختللي پړاو ته رسېدلې او په احتمالي انتخابونو کې په ایران کې د مشخصو اشخاصو په نښه کول او د نظام بدلون هم شامل دي.

راپور زیاتوي، چې امریکايي چارواکو د نښه کېدونکو کسانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي او دا هم نه ده روښانه شوې چې د پراخو ځمکنیو ځواکونو له کارولو پرته به د نظام بدلون څنګه عملي کېږي.

د راپور له مخې، د امریکا پوځ د څو اوونیو دايمي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي، چې پکې د ایران پر امنیتي تاسیساتو او اټومي زیربناوو بریدونه هم شامل بلل شوي دي.

بلخوا، سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، که امریکا د ایران پر خاوره برید وکړي، دوی به په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو پر وړاندې غچ اخیستونکي اقدامات ترسره کړي.

اړوند خبرونه