د بشري حقونو نړيوال بنسټ (IHRF) د پاکستان پوځي رژيم له لوري د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو بريد غندلی او دا یې له نړيوال بشري قانون ښکاره سرغرونه بللې ده.
ياد بنسټ د پېښې د خپلواکې او شفافي نړيوالې پلټنې، د مسوولينو د حسابورکولو او زيانمنو کورنيو ته د بشري مرستو د رسېدو غوښتنه کړې ده. د دې بنسټ په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه بريد د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې پر يوه ملکي کور شوی، چې په وژل شويو کې ښځې، ماشومان او سپينږيري شامل دي او د قربانيانو عمرونه له يو کلن ماشوم تر ۸۰ کلن کس پورې ښودل شوي دي.

