د عربي ټولنې غړو هېوادونو د ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره په اسراييلو کې د متحده ايالتونو د سفير مایک هاکبي وروستۍ څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د نوموړي څرګندونې يې «پوچې او نه منونکي» بللې دي.
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، مایک هاکبي په يو پاډکاسټ کې ويلي و، چې اسراییل حق لري د لوېديځې غاړې په ګډون پر ټول منځني ختيځ کنټرول ولري. عربي هېوادونو د نوموړي دغه څرګندونې رد کړې او ټينګار يې کړی، چې دا ډول دريځونه د نړيوالو اصولو او سيمهييز ثبات پر خلاف دي.

