ډېر لوستل شوي

مارالاګو کې د ټرمپ استوګنځای ته د ننوتلو هڅه؛ ۲۱ کلن ځوان په ډزو وژل شوی

د امریکا د قانون د تنفیذ چارواکي وايي، یو ۲۱ کلن ځوان چې غوښتل یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ شخصي استوګنځای ته په غیرقانوني ډول دننه شي، د امنیتي ځواکونو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې دا کس استین تاکر مارتین نومېده او د شمالي کارولینا اوسېدونکی و.
نوموړي د یکشنبې په غرمه هڅه کوله، چې د فلورايډا ايالت اړوند د پالم بيچ په ښار کې د ټرمپ استوګنځای مارالاګو ته ورننوځي.
د برید د انګېزې په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي او امنیتي ادارې د پېښې په تړاو څېړنې کوي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په ۲۰۲۴ کال کې هم دوه ځلې پر ټرمپ د ورته بریدونو د هڅو راپورونه ورکړل شوي وو.

اړوند خبرونه