ډېر لوستل شوي

تهران کې زده‌کړيالانو يو ځل بيا د حکومت پر وړاندې لاريونونه کړي

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی، چې د ایران پلازمېنه تهران کې په څو پوهنتونونو کې زده‌کړيالانو تېره ورځ (دوشنبه) یو ځل بیا د حکومت ضد لاریونونه کړي دي.

د راپور له مخې، لاریون کوونکو د بېلابېلو شعارونو ترڅنګ د جلاوطنه شهزاده ملاتړ هم څرګند کړی او په ځینو سیمو کې یې له بسیج ځواکونو سره نښتې شوې دي.

دغه اعتراضونه داسې مهال ترسره کېږي، چې متحده ایالت په سیمه کې د احتمالي بریدونو لپاره د ځواکونو په راټولولو بوخت دي، خو په ورته وخت کې یې له ایران سره د خبرو اترو بهیر هم روان ساتلی دی.

ویل کېږي، چې دواړه لوري د جینوا په ښار کې د سویس په کوربه‌توب مذاکراتو ته دوام ورکوي. د ایران دننه د اعتراضونو پراخېدل او په سیمه کې د پوځي خوځښتونو زیاتوالی، د وضعیت د لا پېچلتیا په اړه اندېښنې راپارولي دي.

اړوند خبرونه