ډېر لوستل شوي

تېره میاشت نږدې درې زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په تېره سلواغه میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره او ۹۱۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې په یاده موده کې د ۵۲ ښځینه‌وو په ګډون ۱۵۰۷ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۴ ښځینه‌وو په ګډون، ۱۴۱۱ نور له هېواده وتلي دي.
سرچینې لیکلي: “له بلې خوا ثبت شويو ارقامو ته په کتو، ۱۴۹۹ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۸ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له ډلې یې ۱۲۵ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.”
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ثبت شویو ارقامو له مخې چې تر ټولو ډېر (۱۰۱۶) بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۳۳۰ تنه د هرات له بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور د فاریاب آقینې بندر، حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

اړوند خبرونه