د ټولګټو وزارت وایي چې تېره میاشت د دغه وزارت وسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۶ زره ۵۶۰ مټریک ټنه توکي انتقال شوي دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي د حیرتان بندر له لارې ۴۶۵ زره ۵۴۸ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۱ زره ۷۳۹ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۱۳ زره ۲۱۷ ټنه او د خواف –هرات له لارې ۸۶ زره ۵۶ ټنه انتقالات شوي.
د خبرپاڼې له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي او تېره میاشت ۲ زره ۳۵۳ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه، معدني ډبرې او د انارو جوس دي.
ټولګټو وزارت لیکلي، هر څومره چې د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

