ډېر لوستل شوي

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه؛ پر بېلابېلو مسایلو بحث او پرېکړې شوې دي

د اسلامي امارت ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د معیار او کیفیت ادارې اړوند د داخلي معیارونو لپاره وړاندې شوې ۱۲ مسودې او د ازمایښت ۱۱ طریقې تایید شوې دي.
د اقتصادي معاونیت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا مسودې د ساختماني توکو، برېښنايي او طبي وسایلو او سامان آلاتو، نساجي، پلاستیک، لبنیاتو او همدارنګه د ازمایښت طریقې بیا د خوراکي او کرنیزو محصولاتو اړوند دي.
سرچینې لیکلي چې دې غونډې ته د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد د پایپ لین پروژې په اړه راپور هم وړاندې او د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید شوی دی.
“د راپور له مخې به مالیې وزارت د یادې پروژې د سروې او ډیزاین لپاره د اوبو او انرژۍ وزارت ته بودیجه ځانګړې کړي. همداراز مالیې وزارت ته لارښوونه شوې، څو له شاه و عروس بند څخه د کابل ښار شمالي برخو ته د اوبو رسونې په موخه د اوبو رسونې امارتي شرکت ته ځانګړې شوې بودیجه انتقال او یاد ریاست یې د سروې او ډیزاین عملي چارې پيل کړي.”
د ریاست‌الوزراء اقتصادي کمېسیون همداراز لیکلي چې په دې غونډه کې د دولتي شرکتونو لوی ریاست ته هم لارښوونه شوې چې په کابل ښار کې د اوبو رسونې پروژې د سروې او ډیزاین لپاره د اوبو رسونې دولتي شرکت ته بودیجه ځانګړې کړي.

اړوند خبرونه