پر افغان خاورې د پاکستاني پوځي رژیم له بیا ځلي بربنډ تېري یوازې څو ورځې وړاندې د پېښور په بنو کې پر پاکستاني پوځ چاودنه وشوه چې شاوخوا ۱۱ پاکستاني عسکر د دوو لوړپوړو افسرانو په ګډون ووژل شول. له دې پېښې وروسته د پاکستان پوځ په مهندسي شوې بڼه د غچ اخیستنې ګواښ وکړ او داسې انګېرل کېده چې دوی به په خپله خاوره کې د وسلوالو پر وړاندې جدي ګامونه واخلي. دوی ددې پر ځای چې د دا ډول پېښو پر عناصرو او علتونو بحث وکړي، خپلو ستونزو ته حل راوباسي؛ افغانستان ته یې د ملامتۍ ګوته کږه او په بې باکانه ډول یې وویل: [افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.] دوی انګېرل ګوندې تحریک طالبان پاکستان د افغان حکومت له خوا تغذیه، چمتو او د پاکستانۍ خاورې پر خلاف کارول کیږي. د پوځ لخوا په خپرې شوې دې اعلامیه کې وړاندې لیکل شوي و چې موږ به غچ اخلو او بې له زغمه به یې اخلو. بیا هم ګومان کېده چې ګوندې دې خلکو د خپلې ناامنۍ کیلي موندلې ده او ژر به له پښتونخوا او نورو سیمو د ناامنۍ لمنه ټوله شي، خو داسې هېڅکله نه وه. دوی د خپل امنیت او خاورې ضامن افغان حکومت او افغان ملت ګڼي.
له دې طنزي بیان څخه ښکارېده چې دوی به په خپله خاوره کې د وسلوالو پر ضد اقدام کوي او یا به نور امن امنیت وي، خو له څو ورځو تېرېدو وروسته پاکستانیو جېټ الوتکو د افغانستان حریم نقض کړ او په پوره بې باکانه ډول یې د افغانستان پر پکتیکا او ننګرهار ولایتونو یرغل وکړ. دغو الوتکو په افغان خاوره کې ۷ ځایونه په نښه کړل چې په دې کې استوګنیز کورونه، مدرسه او د افغان مجاهدینو یوه پوسته شامله وه. تر منل شویو او موثقو مالوماتووروسته مالومه شوه، چې پاکستانيو الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په مرغه سیمه کې یوه دیني مدرسه بمبار کړه، چې په نتیجه کې یې مدرسه ویجاړه شوه خو له نېکه مرغه کوم چا ته زیان پکې وانوښت. همداراز، الوتکو د اورګون ولسوالۍ په باليشو جبار کلا سيمه کې یو کور بمبار کړی، خو چا ته پکې تلفات نه دي اوښتي. خو تر ټولو خونړی جنایت د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ سیمه کې رامنځته شو. په یاده سیمه کې الوتکو د شهاب الدین په نوم د یوه عام کس کور په نښه کړ، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٧ کسان شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول. پاکستانیو الوتکو د خوګیاڼو په کوز بیهار کې د مجاهدینو پر یوه پوسته او د غني خېلو په ګلاهي سیمه کې پر یوه کور هم بریدونه کړي، خو لله الحمد د دوو کسانو له سطحي ټپي کېدو پرته چا ته زیان نه دی پکې اوښتی. تر دې جنایت او تېري وروسته، د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزارت په یوه اعلامیه کې ادعا وکړه چې دا عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بناء په مشخصو اهدافو په دقیق ډول ترسره شوي او د خپلې خاورې د ناامنۍ عاملین یې په نښه کړي، خو په رسنیو کې د ملکي وګړو د شهادت تصویرونو او ویجاړو کورونو د دوی ادعا په شرموونکي ډول رسوا کړه.
اوس اصلي پوښتنه دا ده چې د پاکستان د مخ په زیاتېدونکي ناامنۍ اصلي حل چېرته دی؟ ایا د پاکستان په ناامنۍ کې واقعا هم افغانستان لاس لري؟ قطعا نه. اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته د سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې له افغان خاوره به د هېچا پر وړاندې نه کارېږي او نه دوی د کوم هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لېواله دي او له نورو هېوادونو هم د ورته چارې هیلهمن دي.
پاکستان کې اوسنی امنیتي، اقتصادي او سیاسي بحران ډبره خپله پاکستانیو جنرالانو اېښې ده. ایا همدوی نه دي چې د خپلو خلکو پر وړاندې یې له لسیزو راهیسې دوښمني راخیستې؟ دوی لسګونه زره پښتانه، بلوڅان او سندیان ژوندي ورک یا ونه وژل؟ ایا تاسو داسې کوم حکومت لیدلی چې د خپلو خلکو پر وړاندې یې جګړه روا بللي وي؟ ایا دوی په لوی لاس خپل اوسېدونکي د ځانونو دوښمنان نه کړل؟ ایا دوی د خپلو خلکو پر سرونو مېچنې ونه ګرځولې، کورونه یې ورته په هوایي بریدونو کې لوټه لوټه نه کړل او دوی یې مهاجرت ته اړ نه کړل؟ دا همدوی دي چې په نورو هېوادونو کې یې نیابتې جګړې پر مخ وړلې او دا دی اوس دوی د خپل بل کړي اور خوراک دي. دوه نیمې لسیزې وړاندې همدوی امریکا او ناټو ته خپلې اډې او خاوره ور نه کړه چې پر خپل ورور هېواد افغانستان تېری وکړي؟ د همدغه جنرال پروېز مشرف په وخت کې ناټو پر افغان خاوره یرغل وکړ. قبایلو او اطرافو کې د بې ګناه انسانانو وینې او غوښې کباب شوې، بشري حقونه تر پښو لاندې شول، ړندو بمباریو او چاپو کې د انسانانو غوښې وریتې شوې، پوځي عملیاتو کې زرګونه قبایلي ځوانان نادرکه او ژوندي تري تم شول. ایا د همدغو مظالمو په نتیجه کې اوسني اغتشاشونه رامنځته نه شول؟ د پاکستان د خپلو کورنیو کړکېچونو او مظالمونو په تړاو ازاد خبریال میرویس ستانکزي په یوه پوډکاسټ کې ویلي و چې د پاکستان ستونزه په کابل او نوي ډهلي کې نه ده، بلکې داخل د پاکستان کې ده او دلیل یې د قومونو سرکوبول او له اساسي حقونو بې برخې کول دي. د نوموړي په خبره پاکستان کې مېشت قومونه له پاکستاني حکومته متنفر دي او هلته خودجوشه غورځنګونه راټوکېدلي دي.
پاکستان نه یوازې په خپله خاوره کې، بلکې په ټوله سیمه کې د امریکایي او ناټو بادارانو د خوشالۍ او څو ډالرو په ځواب کې د ناامنۍ بنسټ کېښود او لېرې نه ده چې همدا اور به ټولې سیمې ته خپور شي. دا کومه هوایي خبره نه ده؛ بلکې د پاکستانیو پوځيانو او جنرالانو خپل اعترافات دي چې د خپل ناوړه سیاست بیه به نه یوازې د دوی خاوره ورکوي، بلکې خدای مه کړه ټوله سیمه به ددې اور خاشاک کړي. د خپلو ناوړه او نیابتي سیاستونو په اړه یو تن معترف خپله د پاکستان د دفاع وزیر دی. دی زیاتوي چې د افغانستان په حق کې غرب ترې یوازې د تشناب کاغذ په څېر ګټه واخیسته او بیا یې له دوی مخ وګرځاوه. خواجه اصف وړاندې ویلي چې د پاکستان د وخت دکتاتورو پوځي جنرالانو افغانستان کې د ورور وژنې د پروژو په مټ خپل ځان ته مشروعیت لټاوه.د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په تازه څرګندونو کې ویلي، (( په افغانستان کې هغه دوه جګړې چې پاکستان پکې ښکېل و، د دین یا اسلامي ارزښتونو لپاره نه وې، بلکې د نړیوالو ځواکونو او د پاکستان د دوو استبدادي حکومتونو د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره وې.)) هغه ټینګار وکړ چې دواړې جګړې د اسلام یا دین د مینې له امله نه وې، بلکې د هغه وخت دیکتاتورانو جنرال ضیاء الحق او جنرال پرویز مشرف د یوه ستر ځواک تایید او مشروعیت ته اړتیا درلوده. خواجه اصف په ډاګه وویل چې د سپټمبر د یوولسمې پېښې هېڅکله له افغانستان څخه نه وې شوې او نه هم په هغو پېښو کې افغانان ښکېل و.
د پاکستان د علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضلالرحمن پر افغان خاورې له بربنډ تېري وروسته یو ځل بیا د خپل حکومت پر پالیسو نیوکه وکړه او پر خپل پخواني اعتراف یې بیا خوله چوله کړه: دا ډېره جالبه ده چې له افغانستانه یو انار هم پاکستان ته نشي وړل کېدلی خو په خبره یې، د پاکستان حکومت وايي چې «ترهګر» له افغانستانه ورځي؟
د ننني بحث لنډون به داسې وکړو چې اصلا د پاکستان داخلي مسلې په پاکستان کې خپله حلېدونکي دي. که دوی واقعا غواړي چې د خپل ځان په ګډون افغانستان او سیمه کې ثبات رامنځته کړي، نو په غړېدلو سترګو دې یو ځل بیا خپل سیاستونه مخکې کېږدي او نور دې په سیمه کې د بې ثباتۍ له ټېکو اخیستلو تېر شي او نه دې هم د خپلو ولسونو ترمنځ تفریق کوي؛ بلکې مساویانه حقوق دې ورته ورکړي. پاکستان له زېږېدو وروسته خپل سیاست په سیمه کې پر بې ثباتۍ، افغانستان کې پر دربدرۍ، د واک قبضه او انحصار، د خپلو خلکو رټل ـ وژل، د سیاسي او مذهبي مشرانو ترور او یا یې حاشیې ته کول، سیاسي ګوندو سره اخ و ډب او نورو ایښی دی.
دا پینځم کال دی چې د افغانستان پر لوېشت لوېشت خاوره اسلامي امارت حاکم دی او له لومړۍ ورځې یې پاکستان سره د ستونزو د حل ټټر وهلی. اسلامي امارت د افغانستان ـ پاکستان د مذاکراتو په لړ کې تل هڅه کړې چې د ستونزو حل دې د سوله ییزو مذاکراتو له لارې وشي. تر ننه هم اسلامي امارت پر خپل پخواني دریځ ولاړ دی او د ستونزې زیاتول نه، ختمول غواړي. نه یوازې اوسني افغان حکومت، بلکې د پاکستان د زوکړې له ورځې افغان حکومتونو هېڅکله هم د خپل ښي لاس ګاونډي پر خاوره د تېري او تعرض لاس اوچت کړی نه دی؛ بلکې تل یې دې هېواد کې سوله او د سیمې ثبات غوښتی دی. اوس اسلام اباد ته بویه چې نور له خپل نیابتي او د نورو په لمسه له مهندسي پالیسو او پروژو راووځي او د ستونزو حل ته له حقیقي عینکو وګوري.
#امیدراډيو

