ډېر لوستل شوي

د سلواغې ۲۶مه؛ د افغان ولس یووالی او کلک هوډ چې د وخت زبرځواک یې په تېښته کړ

له نن څخه پوره ۳۷ کاله مخکې په نننۍ ورځ د وخت شوروي اتحاد ځواکونه په ځوړندې غړۍ او پوره شرمنده‌ګۍ له افغانستان څخه ووتل. دا هغه ورځ ده چې شوروي اتحاد یې نه یوازې په خپل وجود کې ذوب نه کړ، بلکې کمونېستي ناولې او کفري نظریه هم ورسره تالا ترغه شوه.

د هغه مهال شوروي اتحاد هغه اېږ ته ورته و چې پر کوم ځای به یې پنجه کېښوده، بیا چا له هغه ځایه د پښې پورته کولو زړه نه ‌شوای کولی، خو هغه خوب د سختو ننګونو، سرښندنو، میلیونونو کډوالو، شهیدانو او ټپیانو په پایله کې رښتیا شو او د الله تعالی په فضل افغانان له هغه پلیتو نظریو خوندي شول چې د اور په څېر په سیمه او نړۍ کې په خپرېدو وو. د افغان ملت او شوروي ځواکونو جګړه دومره نابرابره او نامتوازنه وه چې د تجهیزاتو په نظر کې نیولو هر چا په اسانه محاسبه کولای شوای چې د ډانګ او ټانګ مقابله کله شونې ده، ځکه یوه لوري د وخت ټکنالوژي، تجهیزات او قوي پوځي ځواک درلود.

بلاخره بریا د هغه چا په نصیب شوه چې په تش لاس او کمو امکاناتو، خو سپېڅلې عقیدې سره یې مبارزه کوله. دا ډول ورځې باید یوازې په رخصتۍ او د حکومتي چارواکو تر تشریفاتي غونډو پورې محدودې نه شي، دا ډول ورځې پر موږ او تاسو په فردي او ټولنیزه توګه یو شمېر حقونه لري چې دلته یې ځینې ذکر کوو.

یو شمېر ګډ مسوولیتونه لرو چې باید هېر یې نه کړو. دا مسوولیتونه حکومتي، ولسي، ټولنیز او کورني مسوولیت او مکلفیت رانغاړي. له هر څه لومړی باید دغه ډول تاریخي او برخلیک ‌ټاکوونکې ورځې په رخصتۍ تېرې نه کړو، بلکې په فردي او ټولنیزه توګه هغه وجایب ادا کړو چې له دې ورځو سره غوټه دي. دا ډول ورځې د هر پوړ وګړو ته بېلابېل واضح، بېل او حتا جمعي درسونه او خبرتیاوې لري. د بېلګې په توګه حکومت چلوونکو او مسوولینو ته دا ورښیي چې څنګه حکومتونه له پردیو اشغالګرو ساتلی شو او ولې مو ګران هېواد پرله‌پسې د نورو د اسونو له سومو لاندې راغلی دی؟ د دغو یرغلونو تر شا اصلي غایه څه وه؟ همدا ډول د پوهنتونونو، علومو اکاډمیو، علمي مراکزو او نورو فکري بنسټونو کار دا دی چې د دا ډول پېښو لاسته‌راوړنې، فرصتونه او ننګونې په نښه کړي. د علمي او تاریخي کادرونو وجیبه دا ده چې د دې ډول پېښو د کره‌کولو لپاره سرې یا شنې «سترګۍ» په سترګو نه کړي، بلکې پېښې هغه ډول د لوستونکو مخې ته کېږدي، څنګه چې یې د ریالسټیک تاریخ غوښتنه او اساس دي.

همداراز د رسنیزو شبکو، ښوونکو، د مدرسو او جوماتونو ملا امامانو او د کورنیو مشرانو مکلفیت جوړیږي چې دوی خپل ماشومان له خپل تېر څخه خبر کړي او د اسلامي احکامو ـ هېواد ساتنې او مېړانې روحیه پکې پو کړي. خپلو ماشومانو او ځوانانو ته دا پيغام ورسوي چې په دې ورځ شورویان یوازې په فزیکي ډول ونه وتل، بلکې هغه لوی اتحاد دړې وړې شو؛ مسلمانو قبض‌شویو هېوادونو د ازادۍ ساه واخیسته او همداشان کمونېستي نظریه هم تس نس شوه.

بله دنده مسوولیت او ډېر مهم مکلفیت چې تر ډېره حکومت ته ورګرځي هغه د جهادي ارزښتونو، نایابو اثارو او د هغه پېر د مخورو څېرو او ګمنامو مجاهدینو د کارنامو ثبت دی. دا چاره تر ډېره د اطلاعاتو او کلتور وزارت، پوهنتونونو، علومو اکاډمي او علمي مرکزونو ته راجع کیږي. لله الحمد، په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا د جهادي ارزښتونو د ساتنې او خوندیتوب په پار یو عمومي ریاست رامنځته شوی چې دنده یې د جهادي اثارو د متروکېدو مخنیوی دی.

نن سبا که موږ د انګرېزانو او د روسانو د تېرو ماتو او مېړانو کیسې کوو، نو یوازې ورته څو زاړه ټانګونه ښودلی شو. بایده خو ده چې موږ د هغه وخت د هرې پېښې او معرکې صحنې خوندې کړې وای او لوی لوی ارشیفونه مو لرلی. نړۍ نن سبا د خپل فکري او کلتوري تسلط لپاره دا ډول حماسې پړسوي؛ لوی لوی داستانونه او سریالونه پرې جوړوي او بیا د نورو ملتونو د وګړو ذهنونه پرې تسخېروي، خو بدبختانه موږ نه یوازې په ډیجیټلي ډول د پام وړ څه نه دي ثبت کړي، بلکې په قلمي توګه هم چندان څه نه تر سترګو کیږي.

بالاخره د پورتنیو مسوولیتونو او مکلفیتونو ترڅنګ یو ډېر مهم مسوولیت د سلواغې د ۲۶مې ترڅنګ، د زمري د ۲۴مې او ۲۸مې واقعي شننه او ترې پند اخیستنه ده. په ډېرو سختو سرښندنو مو اشغالګرو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې؛ هېواد له دې ناورینونو سورمخی راوتی او دوی مختورن تاریخ ته سرنګون شوي.

د افغانستان معاصر تاریخ هغه پرانیستی کتاب دی چې موږ ته د ملت او هېواد جوړونې منلې نسخې لري. د ورته امپراتوریو بیا بیا راتګ، د پېښو د نوعو پرتلنه، تاریخي تېروتنې، د غلیمانو د تېري بنسټیزې موخې، د وخت د وسایلو او شرایطو بدلون، د پردیو د سایس نطفه کې شنډول او نور هغه مسایل دي چې د هېواد زعامت یې باید هره شېبه په فکر کې شي.

اړوند خبرونه