د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، د افغانستان او نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه د مرکزي اسیا له هېوادونو سره اړیکې تر بل هر وخت ښې او پیاوړې شوې دي او د دغو اړیکو د لا پراختیا لپاره د څېړنیزو مرکزونو رول مهم دی.
د اميد راډيو خبريال د «افغانستان او منځنۍ اسیا د څېړنیزو مرکزونو ګډې ناسته» کې د ښاغلي متقي په حواله ويلي، د سیمې د امنیت او ثبات، چاپېریالي ستونزو او اقتصادي همکاریو په برخو کې باید علمي او تحقیقي څېړنې وشي، څو د هېوادونو د ګډو ګټو لپاره عملي لارې چارې وموندل شي.
مولوي اميرخان متقي په خپله وينا کې زیاته کړې چې اسلامي امارت د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا، د ټرانزیټ، سوداګرۍ، پانګونې او نورو اقتصادي برخو د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې ساتلې دي.
د بهرنیو چارو وزیر همداراز د ایران او امریکا ترمنځ له هوکړې هرکلی کړی او دا یې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو مثبت ګام بللی دی. مولوي امير خان متقي، جګړه د ټولو لوریو په زیان بللې او هیله یې څرګنده کړې چې پر شوې هوکړې به عملي کار وشي او روانه شخړه به پای ته ورسېږي.

