د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر مرستیال جيډي وېنس وايي چې ډونالډ ټرمپ ښایي تر جمعې ورځې مخکې له ایران سره د جګړې د پای لپاره د شوې مقدماتي هوکړې جزییات خپاره کړي.
د وېنس په وینا، د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهم یادښت شاوخوا یو نیم مخه دی او په عمومي ډول د دواړو لوریو ترمنځ د هوکړې چوکاټ بیانوي.
امریکایي چارواکو ویلي، ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ په جنیوا کې د هوکړې له رسمي لاسلیک سره هممهاله د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي.
دا په داسې مهال ده چې ډونالډ ټرمپ د اوو سترو صنعتي هېوادونو (G7) په غونډه کې ګډون لري. ټاکل شوې ده چې د دې غونډې په څنډه کې د ایران د وضعیت په اړه ځانګړې ناسته هم وشي چې د مصر، قطر او متحده عربي اماراتو مشران به هم پکې ګډون ولري.

