ډېر لوستل شوي

شیخ عبدالهادي همت: که مشرتابه اجازه وکړي، دویمه شپه به مو په پېښور کې وي

د شمال ختیځ زون د نظامي محکمې رییس، شيخ عبدالهادي همت د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر افغان خاوره وروستیو هوایي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې که د اسلامي امارت مشرتابه اجازه وکړي، دویمه شپه به یې په پېښور او کوېټه کې وي. 

ښاغلي همت نن په کندوز ولایت کې د دفاعي ځواکونو فراغت مراسمو کې ویلي چې د خپل ولس دفاع او غچ اخیستل په دوی فرض عین دي. 

نوموړي پاکستان بزدله او ډارن دښمن بللی او ویلي یې دي، چې پاکستان په تاریخ کې هیڅ جنګ نه دی ګټلی او تل یې د امریکا د خوشحالۍ لپاره پر افغانستان بریدونه کړي دي. د یادولو ده چې تر دې مخکې د اسلامي امارت یو شمېر نورو چارواکو هم خبرداری ورکړی چې د پاکستان پوځي رژیم وروستي بریدونه به بې‌ځوابه نه پاتې کېږي.

اړوند خبرونه