د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبر ورکړی، چې امريکا تر دې مهاله له وينزېلا څخه تر ۸۰ مېلیون بېرلو ډېر خام تېل ترلاسه کړي دي.
ټرمپ وينزوېلا د امریکا «نوی دوست او ملګری هېواد» یاد کړی او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې د پراختیا په لور روانې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې واشنګټن مخکې څرګنده کړې وه، که د جنورۍ په درېیمه په کاراکاس کې د نیکولاس مادورو تر نیولو وروسته نوی وضعیت رامنځته شي، نو امریکا به د وينزوېلا د تېلو پر پلور او عایداتو پراخ کنټرول ولري.
د ټرمپ په وینا، د امریکا د تېلو شرکتونه به د وينزوېلا د انرژۍ سکتور د بیا فعالولو لپاره شاوخوا ۱۰۰ ميليارده ډالره پانګونه وکړي.
هغه ویلي، چې د دغې پانګونې ګټې به د وينزوېلا د خلکو، متحده ایالتونو او اړوندو شرکتونو ترمنځ ووېشل شي.

