ډېر لوستل شوي

د ایران او امریکا اټومي خبرې اترې؛ عراقچي جنیوا ته ورسېد

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یوه پلاوي په مشرۍ له امریکا سره خبرو اترو لپاره د سویس جنیوا ښار ته رسېدلی دی.

د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی چې د ښاغلي عراقچي الوتکه د چهارشنبې په شپه جنیوا ته رسېدلې ده.

ټاکل شوې، چې د امریکايي او ایراني پلاوو تر منځ د اټومي پروګرام مذاکراتو درېیم پړاو په جنیوا ښار کې ترسره شي؛ هغه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د جګړې یا سولې برخلیک ټاکي.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا ولسمشر وړاندې ویلي و، چې له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه خبرو اترو ته لېواله دی، خو که مذاکرات ناکام شول، نظامي انتخاب یې هم د مېز پر سر دی.

اړوند خبرونه