د کابل ښاروالي وایي چې د دې ادارې د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د کابل ښار په «برهکي څلورلارې» کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي.
په خبرپاڼه کې دا پروژه مهمه او ستراتیژیکه بلل شوې چې د کابل ښار د ګڼېګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول لري.
د کابل ښاروالۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د دې پروژې لومړۍ برخه له نادریې لېسې د ترافیک څلورلارې په لور د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ متره سور او د ۵٫۵ مترو په ژوروالي سره تر ځمکې لاندې سړک جوړول دي.”
سرچینې لیکلي چې د یادې پروژې دویمه برخه له «دهن باغ څلورلارې» د «پروان دو څلورلارې» په لور ۷۰۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۶ متره لوړوالی سره د ۲۴۷ استحکامي ستنو (پایلونو) په وسیله د هوایي پله درول دي.
د مسوولینو په وینا چې دا هوایي پُل او تر ځمکې لاندې سړک له نړیوالو معیارونو سره سم ډیزاین شوي دي چې په جوړېدو سره به یې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي او د کابل ښار ښکلا او تلپاتې ودې ته به زمینه برابره شي.

