تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د خیبرپښتونخوا پر بېلابېلو پوځي او امنیتي اهدافو د تازه بریدونو لړۍ پیل کړې ده.
يوې هندي «۱۸ نيوز» شبکې راپور ورکړی، چې د دې بریدونو په ترڅ کې د خیبرپښتونخوا شپږ ښارونه، چې پکې پېښور، بنو، بډبېره، نوشهره، وزیرستان او کوهاټ شامل دي، هدف ګرځېدلي دي.
د راپور له مخې، تر اوسه لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي چې اووه تنه یې د پاکستان پولیس دي، او یو شمېر نور ټپیان شوي، خو کره شمېر یې نه دی څرګند شوی.
د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، وسلهوالو د پېښور په متني، سريخواړه او بډبېر سيمو بریدونه کړي چې له امله یې وسلهوالې نښتې رامنځته شوې دي.
همداراز په وزیرستان او د بنو اړوند سیمو کې پر میراعلي، کاشو پُل، دو میل او میران سيمو کې هم بریدونه شوي دي.
بل لور ته، په «نوشهره» کې د ډزو او د بېپیلوټه الوتکو د ګزمې راپورونه هم ورکړل شوي دي.
دا بریدونه داسې مهال پیل شوي، چې د تحریک طالبان پاکستان مشر په دې وروستیو کې خپلو کسانو ته امر کړی چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد دې پراخ او سراسري بریدونه پیل کړي.

