الجزیرې خبري شبکې د عیني شاهدانو له قوله د ایران په پلازمېنه تهران کې د زورورو چاودنو د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.
هممهاله، د ایران فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې په تهران کې لږ تر لږه د درېيو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د چاودنو د څرنګوالي، مرګژوبلې او احتمالي زیانونو په اړه تر اوسه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

