د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رييس ذاکر جلالي وایي، سره له دې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وضعیت د مهار لپاره متقابل او دفاعي اقدامات کړي، ورسره هممهاله فعاله ډیپلوماسي هم په جدي توګه مخته وړل شوې ده.
ښاغلي جلالي پر خپله اېکسپاڼه زياته کړې، چې د هېواد ډیپلوماټیکې هلېځلې ښيي، د ملي ګټو او ملي امنیت د خوندي کولو لپاره ټول مشروع او مسوولانه وسایل په همغږۍ او هممهاله ډول کارول کېږي.
د نوموړي په وینا، په همدې لړ کې نن د ترکيې، د قطر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره مفصلې مشورتي خبرې شوې دي.
په دې خبرو کې له یادو هېوادونو سره د افغانستان رسمي دریځ او اړوند حقایق شریک شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي رييس په خبره، یادو هېوادونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو په بهیر کې رغنده منځګړیتوب کړی او خپلې هڅې یې لا هم دايمي ساتلې دي. #امیدراډیو

