ډېر لوستل شوي

د قطر پخوانی لومړی وزير: خليج هېوادونه بايد له ايران سره مستقيمې جګړې ته دننه نه‌شي

د قطر پخواني لومړي وزير حمد بن جاسم بن جبر آل ثانی په تازه څرګندونو کې ویلي، سره له دې چې ایران د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو حاکمیت نقض کړی، خو یاد هېوادونه باید له تهران سره مستقیمې نښتې ته ونه‌کاږل شي.
نوموړي په خپل اېکس‌پاڼه لیکلي، چې مستقیمه جګړه به د دواړو لوريو سرچینې ستړې او کمزورې کړي او دا به نورو قدرتونو ته د نفوذ زمینه برابره کړي.
د هغه په وینا، د امریکا، اسراییلو او ایران ترمنځ روان کړکېچ به بالاخره پای ومومي، خو که د خليج د همکاريو شورا غړي هېوادونه په مستقیم ډول جګړې ته داخل شي، نو دا به اوږدمهاله او درانه لګښتونه ولري.
د قطر پخواني لومړي وزير له خلیجي هېوادونو غوښتي، چې د هر ډول تېري پر وړاندې یو واحد دریځ خپل کړي او د هر راز فشار او باج اخیستنې هڅې رد کړي.

اړوند خبرونه