د لبنان حزبالله غورځنګ خبر ورکړی، چې د صهيونېست رژيم د پرلهپسې بریدونو په ځواب کې یې د دغه هېواد پر یوه پوځي هدف توغندیز بریدونه ترسره کړي دي.
په خبرپاڼه کې يې راغلي، چې د توغنديو په وسيله يې د اسراییلو د پوځ اړوند د حیفا ښار سوېل ته یو پوځي مرکز په نښه کړی دی.
حزبالله ټینګار کړی، چې د صهيونېست رژيم دايمي او هدفي بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي او دا يې خپل حق بللی دی.
په خپرپاڼه کې همداراز ويل شوي، چې د لبنان پر ضد هر ډول تېری به د مشروع دفاعي غبرګون سره مخ شي او د سیمې وضعیت به د مقابل لوري د اقداماتو پورې تړلی وي.

