ډېر لوستل شوي

د بهرنيو چار وزير د ترکيې د يوه بنسټ له استازي سره د بشري مرستو په تړاو خبرې کړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ترکيې د «IHH» (Humanitarian Relief Foundation) بشري بنسټ د بشري ډیپلوماسۍ د برخې مشر عبدالله التای سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې عبدالله التای په افغانستان کې د خپل بنسټ د روانو بشري فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي دي.

ښاغلي متقي د «IHH»  بنسټ له بشري مرستو مننه کړې او په افغانستان کې یې د ترکیې د دولتي او نادولتي خیریه بنسټونو مرستې ارزښتناکې بللې او دغه راز د دې مرستو د دوام لپاره يې د خپل ملاتړ ډاډ هم ورکړی دی.

اړوند خبرونه