فارس خبري اژانس د سپاه پاسداران په حواله ويلي، چې بحري ځواکونو يې د خلیج فارس په شمال کې د امریکا یو تېل وړونکې کښتۍ هدف ګرځولې ده.
د سپاه پاسداران د عامه اړیکو په بیان کې ویل شوي، چې یاده کښتۍ د بحري ځواکونو لخوا په ډزو ویشتل شوې او د سوځېدو په حال کې ده. تر اوسه د دې پېښې د دقیقو زیانونو او د امریکا له لوري د احتمالي غبرګون په اړه نور جزييات نه دي ورکړل شوي.

