د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکايي ځواکونو له لوري د کوچنۍ پوځي کښتۍ د ډوبېدو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.
عراقچي پر خپله اېکسپاڼه ليکلي: “امریکا يو ځل بيا د ايران له بحر شاوخوا ۲۰۰۰ ميله لرې یو بل لوی ناورين رامنځته کړ.”
نوموړي زیاته کړې، چې دا پوځي کښتۍ د هندوستان د بحري ځواکونو مېلمه وه او شاوخوا ۱۳۰ عمله یې درلودله.
د ايران د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې دا کښتۍ په نړیوالو اوبو کې پرته له خبردارۍ هدف ګرځول شوې ده.
عراقچي ټینګار کړی: “تاسو به وګورئ چې امریکا به د دې پېښې له رامنځته کولو وروسته سخت پښېمانه شي.”

