ډېر لوستل شوي

پاکستان کې ځینو سیاسي ګوندونو له افغانستان سره د خبرو غوښتنه کړې

د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو له حکومت څخه غوښتي، چې د ستونزو د حل لپاره له افغانستان سره د خبرو لاره خپله کړي.

پاکستاني رسنيو راپور ورکړی، چې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن په دې اړه په یوه غونډه کې ویلي، چې د ستونزو د هواري لپاره د پاکستان حکومت باید د خبرو اترو لاره غوره کړي.

دا څرګندونې په هغې انلاین غونډه کې شوې، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د یو شمېر سیاسي ګوندونو له مشرانو سره کړې وه. د راپور له مخې، د غونډې پر مهال ځینو نورو ګوندونو بیا د افغانستان پر وړاندې د «نظامي اقداماتو» ملاتړ هم څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه