ډېر لوستل شوي

کانګو کې د کان د نړېدو پېښه؛ له ۲۰۰ څخه ډېر کسان پکې مړه شوي

د کانګو ختیځ د روبايا په سيمه او د کولتان په یوه کان کې د ځمکې ښویېدنې له امله له ۲۰۰ څخه ډېر کسان مړه شوي دي.

د یاد هېواد د کانونو وزارت ویلي، په مړو شویو کسانو کې شاوخوا ۷۰ ماشومان هم شامل دي، او ګڼ ټپیان د درملنې لپاره د ګوما ښار روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، روبایا سیمه د نړۍ شاوخوا ۱۵ سلنه کولتان تولیدوي، چې وروسته په ټنټالم بدلېږي. د معلوماتو له مخې، کولتان د تودوخې پر وړاندې مقاوم فلز دی او د ګرځنده ټلېفونونو، کمپیوټرونو، فضايي بېړیو پرزو او د ګازو توربینونو په جوړولو کې ترې پراخه ګټه اخیستل کېږي.

اړوند خبرونه