د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد تازه په يوې مرکه کې د خبريال پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې اسلامي امارت اوږدې جګړې ته ذهني او پوځي چمتووالی لري او که دا جګړه لسو کلونو ته هم اوږدېږي دوی چمتو دي.
ښاغلي مجاهد له طلوع نيوز سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، په کابل کې د بريد پر مهال به اسلاماباد په نښه کېږي او که کابل ناامنه کېږي، اسلاماباد به هم ناامنه کېږي.
دا په داسې مهال ده، چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان پوځي رژيم له لوري د افغانستان هوايي حريم نقض او غير نظامي او ملکي سيمې يې په نښه کړې، خو د افغان دفاعي ځواکونو له لوري «غچاخسيتونکي» عمليات پيل او لا هم دا عمليات د پاکستاني رژيم د پوستو په نيول سره دوام لري او لا هم پراخ شوي دي.

