امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د ایران د «میناب» نجونو پر مکتب د مرګوني برید په اړه نوې موندنې خپرې کړې، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ ادعا تر پوښتنې لاندې راولي.
يادې ورځپاڼې نن راپور ورکړی، چې دا څېړنه د سپوږمکۍ انځورونو، د ټولنیزو شبکو د خپرونو او ویډیويي شواهدو پر بنسټ برابره شوې ده.
د راپور له مخې، دا برید هغه مهال ترسره شوی چې د هرمز تنګي ته نږدې د ایران د سپاه پاسداران پر یوه سمندري اډې هم دروند او پراخ برید روان و؛ هغه اډه چې د میناب ښوونځي ته نږدې موقعیت لري.
نیویارک ټایمز لیکلي، هغه رسمي څرګندونې چې پکې ویل شوي امریکايي ځواکونه د هرمز تنګي ته څېرمه سمندري اهداف په نښه کول، دا احتمال پیاوړی کوي چې ښايي دغه برید د همدې عملیاتو پر مهال ترسره شوی وي. خو راپور زیاتوي، چې د پېښې ځای ته د نړیوالو خبریالانو نه لاسرسی او د کارول شوې وسلې د ټوټو نه وړاندې کول، د دقیقې پایلې اخیستل ستونزمن کړي دي.

