ډېر لوستل شوي

د تېلو بحران؛ پاکستان په حکومتي ادارو کې کوم محدودیتونه لګولي؟

د پاکستان حکومت د انرژۍ د روان بحران او د تېلو د بیو د احتمالي لوړېدو له امله د سپما لپاره د یو لړ نويو محدودیتونو د لګولو خبر ورکړی دی.

پاکستاني رسنۍ «جيو نيوز» راپور ورکړی، چې دا اقدامات به تر ډېره په حکومتي او اداري ادارو کې پلي کېږي، څو د لګښتونو د کمولو او د انرژۍ د سپما له لارې اقتصادي فشار راکم شي.

د اعلان شویو پرېکړو له مخې، تر هغو چې د تېلو بحران حل کېږي د کابینې د غړو موټرو ته د تېلو ورکول درول شوي دي. همداراز د نظامي مسوولینو د موټرو لپاره هم ۵۰ سلنه تېل ورکول کېږي او پاتې موټر به درول کېږي، چې د امنیتي اړتیاوو له امله به یوازې یو موټر له هغوی سره ګرځي.

د پرېکړو له مخې، د دولتي ادارو ډېری کارکوونکي به له خپلو کورونو کار کوي او حکومت به هغوی ته د انټرنېټ اسانتیاوې برابرې کړي.

همداراز ښوونځي، پوهنتونونه او کالجونه به د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې تړلي وي او د دولتي ادارو ټولې غونډې به په انلاین ډول ترسره کېږي.

په همدې لړ کې هنري غونډې، سیاسي راټولېدنې او نور دولتي پروګرامونه هم تر بل امر پورې ځنډول شوي دي.

د دغو پرېکړو د پلي کېدو د څار لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوې، څو د مقرراتو د عملي کېدو څارنه وکړي او خصوصي سکتور هم وهڅوي چې له همدې پالیسۍ سره ځان عیار کړي.

اړوند خبرونه