د اسراییل د رېل پټلۍ سیستم د یو سایبري برید له امله له جدي ستونزو سره مخ شوی او د وسپنې پټلۍ خدمتونه اغېزمن شوي دي.
د فارس خبري اژانس خبر له مخې، د اسراییل کورني امنیت ادارې اعلان کړی، چې د احتیاطي تدابیرو په توګه به د رېل پټلۍ ټول تمځایونه تر بلې خبرتیا پورې ناامن بلل کېږي.
دا په داسې مهال ده، چې دې وروستيو کې د ايران له لوري سراييل او په سيمه کې د امريکا اډې تر سختو بريدونو لاندې دي او ګڼ ځاني او مالي زيانونه يې ورته اړولي دي.

