د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد د پاکستان پوځي رژيم وروستي بريدونه په کلکو ټکو غندلي او ټينګار يې کړی، چې دا ډول ظلمونه به بې ځوابه پاتې نه شي.
ښاغلي مجاهد پر خپله اېکسپاڼه دا بریدونه د روژې مبارکې میاشتې په وروستۍ لسیزه او د اختر په درشل کې یو «ظالمانه تجاوز» بللی او زياته کړې يې ده، چې دا ډول کړنې ښيي چې پاکستاني لوری د انساني اصولو او اخلاقي ارزښتونو درناوی نه کوي.
د وياند په وينا، د پاکستان پوځي رژيم بېګاه شپه د کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو کې بمبار کړی، چې په ځینو ځایونو کې ملکي کورونه په نښه شوي او له امله یې ښځو او ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده. مولوي ذبيحالله مجاهد زیاته کړې، په یو شمېر نورو سیمو کې تشې دښتې او خالي ځایونه هم هدف ګرځول شوي دي.

