د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان پوځي رژیم له لوري کابل کې د امید په نوم د روږدو پر یوه روغتون د تېرې شپې برید په کلکه غندلی دی.
هند ویلي چې بې ګناه ملکیان په نښه کول، هېڅکله د پوځي هدف په توګه توجیه کېدای نشي.
نوي ډیلي ویلي، چې دا برید یو بزدلانه او نه بښونکی جنایت دی.
هند د پاکستان وروستي بریدونه سیمهییز ثبات ته یو جدي ګواښ بللی او زیاتوي، چې دا د پاکستان د غافلانه او خپلسري چلند دوام دی. یاد هېواد دې اعلامیه کې یو ځل بیا د افغانستان له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خپل کلک ملاتړ څرګند کړی دی.

